إِنَّهُمْ لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۖ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه چې دوى له سره به دفعه نكړي له تاله ( عذابه د) الله هيڅ شى . اوبيشكه چې ظالمان ځينې ددوى دوستان ( كارجوړونكي ) دي دځينونورواوالله ولي دوست دى دمتقيانو( په اعانت نصرت ثابت سره )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دالله په مقابل كې هغوى تاته هيڅ په درد نشي خوړلى.ظالمان پخپلو كښې يو دبل ملګري دي او دپرهېزګار و خلكو ملګرى الله دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د دوى په طرف ستاسې متمائل كيدل تاسې ته د الله جل جلاله په نزد هيڅ په درد نه خورى او په كار نه درځي
وإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ
تفسير : يعنې منصف او رښتيا خوښوونكي مسلمانان د ظالمانو او بې ليارې كفارو رفيق او ملګرى له سره نشى كيداى دوى خو د الله جل جلاله مطيع بندګان دي او الله جل جلاله هم د دوى رفيق ناصر او مددګار دى لازم دي چې دوى پرهغې سمې ليارې لاړ شي او پر همغې باندې اعتماد او توكل ولري .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اليه يرد 25 ؛ سورة - الجاثية 45 ؛ آيت - 19 ] (45:19)