وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ وَهَٰذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پدې حال كې چې په ژبه عربي دى لپاره ددې چې وويروي ( دغه قرآن ) هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ( پرځانوخپلوپه كفرسره ) اوزيرى ( دخوشحالۍ ) دي نيكوكارانو( مؤمنانو) لره ( په جنت سره ) حال داچې پخوالدغه ( قرانه ) كتاب ( توريت ) دموسى امام پيشواليارښوونكى وو( مؤمنانوته ) او( سبب د) رحمة وو( پردوى ) اودغه ( قرآن ) يوكتاب تصديق كوونكى دى ( هغوپخوانيوكتابولره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په داسې حال كښې چې له دې نه مخكښې دموسى كتاب دلارښود او رحمت په توګه راغلى دى، اوداكتاب په عربي ژبه كښې د هغه تصديقوونكى راغلى دى ترڅو چې ظالمانوته اخطار وركړي او دښې كونلارې غوره كوونكو ته زيرى وركړي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دا پخوانى درواغ نه دى بلكې پخوانى رښتيا دى چې په زرهاوو كلو پخوا له دېنه توريت هم د همدې اصول تعليم او ښوونه كړى ده او د هغه اقتداء ګردو پيغمبرانو او وليانو كوله او پخپلو بشارتو د تعليم سره يې ګردو راتلونكيو نسلونو ته د هدايت رښتيا ښى ليارى ور وښوولى او د رحمت ور ونه يې ورپرانيستل اوس پاك قرآن نازل شوى دى او د هغه تصديق كوى لنډه دا چې دواړه كتابونه يو د بل تصديق كوونكى دى او همدا حال د نورو سماوى كتابو دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 12 ] (46:12)