إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه هغه كسان چې وايي رب زمونږالله دى ( نه بتان ) بياټينګ ودريږي ( په عبادت دده ) پس نه به وي ( هيڅ ) ويره پردوى اونه به وي دوى چې خپه به شي ( په آخرت كې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په باوري ډول كوموكسانو چې وويل يوازې الله زمونږرب دى ، بيا ورباندې ټينګ پاتې شول ، دهغو لپاره نه څه وېره شته او نه به هغوى غمجن وي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : همداسې آيت ده د ( حم السجدة ) سورت په څليرويشتمه سپاره كې تير شوى دى ښايي چې د هغه فوائد هلته ولوستل شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 13 ] (46:13)