وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوهرې فرقې ته ( دمؤمنانواوكافرانو) مرتبې دي له ( جزاء د) هغوچې كړى يې دى ( په دنياكې ) . او( مقرري كړى درجې ) لپاره ددې چې پوره به وركړه شي دوى ته جزاء دعملوددوى حال داچې پردوى به ظلم ونه كړشي ( په تنقيص دحسناتوياتزئيددسيئاتوسره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
له دواړو ډلونه دهرې يوې درجې دهغو د عملونو په لحاظ سره دي.ترڅو چې الله دهغو دكړنو پوره بشپړه بدله هغوته وركړي.پرهغوبه هېڅكله ظلم ونه كړاى شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د اعمالو د تفاوت لامله چې د جنتيانو په درجاتو كې فرق او توپير دى همدا راز د دوزخيانو په درجاتو كې هم فرق شته .
وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
تفسير : نه د كومې نيكى ثواب لږ وركاوه شى او نه د كومى بدى سزا د هغه له ميچه پورته او نامناسبه ټاكلى كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 19 ] (46:19)