قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وويل ( هودته قوم يې ) آياراغلى يې ته مونږته چې وګرځوي مونږله معبودانوخپلوپس راوړه مونږته هغه ( عذاب ) چې وعده يې كوي له مونږ سره كه چيرې يې ته له رښتياويونيكوڅخه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغوى وويل(( اياته د دې لپاره راغلى يې چې مونږتېر باسې له خپلو معبودانو څخه موواړوې ؟ ښه نو راوله خپل هغه عذاب دې چې له هغه څخه مونږوېروې كه واقعاً ته ريښتونى يې.))
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې مونږ د خپل آبائى طريقې څخه بيرته ګرځيدونكى نه يو كه ستا دا ويرول رښتياوى نو ولى پكې ځنډ كيږي ؟ هغه چې په ژبه سره يې وايي ښايي چې په كولو يې هم راښكاره كړى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 22 ] (46:22)