قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وويل ( هودقوم خپل ته ) بيشكه همداخبره ده چې علم په ( راتلودعذاب په ) نزددالله دى اورسوم زه تاسې ته هغه څه ( احكام ) چې پرې راليږلى شوى يم زه په هغوسره وليكن زه وينم تاسې يوقوم جاهل ناپوه ( ځكه چې پزوره خپل ځاتنه عذاب غواړۍ ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه وويل چې (( ددې علم خوله الله سره دى ، زه صرف هغه پيغام تاسې ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم.خوزه ګورم چې تاسې جهالت غوره كوئ ))
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې داسې غوښتنه او مطالبه ستاسو ناپوهى او جهالت دى زه د الله جل جلاله رسول يم هغه پيغام چې زما په وسيله راليږلى شوى دى زه هغه در رسوم زيات له هغه څخه نه علم لرم او نه د اختيار خاونداو څښتن يم او علم له الله جل جلاله سره دى چې منكران كله ددنيوى سزا مستوجب كيږي ؟ او تر كله هغوى ته مهلت وركوى ؟ ( نو چې منع نه شول دوى نو ورته راغى هغه مطلوب او موعود عذاب ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 23 ] (46:23)