وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخامخاپه تحقيق هلاك كړى دى مونږهغه چې چاپيرله تاسې څخه دى له ( اهل ) دكليوځنې . اومكررموبيان كړى دى دلائل ( دقدرت ) لپاره ددې چې دوى بيرته راوګرځي ( له كفرنه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ستاسې په شاو خوا سيموكښې مونږډيركلي هلاك كړيدي، مونږدخپلو آيتونو په لېږلوسره بيا بيا په بېلا بېلو ډولونو سره هغوى وپوهول ، ښائي چې هغوى راوګرځي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې پرته د ( عاد ) له قومه د ثمود د قوم او د لوط د قوم كلى او د نورو كلى هم همدا راز وران شوى دى چې ستاسې په شاوخوا كې پراته و دا خطاب مكيانو ته ځكه شوى دى چې هغوى د خپل تګ او راتګ په وخت كې هغه ځايونه پخپلو سترګو سره وينى .
وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
تفسير : مګر سره له دومره پوهولو بيا هم هغوى له هغو چارو څخه مخ ونه ګرځاوه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الأحقاف 46 ؛ آيت - 27 ] (46:27)