بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
هغه كسان چې كافران شوي دي اومنع كړي يې دي ( خلك يامنع يې راوړې ده ) له ليارې دالله ( اسلام ) نه . خراب ابته كړى دى ( الله نيك ) عملونه ددوى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كوم كسان چې كافر شول او د الله له لارې نه يې منع وكړه الله د هغو عملونه بابيزه كړل.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : لكه چې د كفارو د مشرانو دا عادت وو چې په ځان ، مال او اولاد او نورو شيانو سره يې په دې ليارى كې كوښښ كاوه .
أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ
تفسير : يعنې هغه چارى چې دوى ښى ګڼلى دي د ايمان د نه لرلو په سبب هغه نه منلى كيږي بلكې له هغو څخه ځينې چارى د عتاب موجب ګرځي لكه د اسلام د نه خپريدلو په لياره كې د پيسو ښندل .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - محمد 47 ؛ آيت - 1 ] (47:1)