إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه الله داخل به كړي هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى ا وكړي يې دي ښه ( عملونه ) په جنتوكې چې بهيږي به له لاندې ( دونواوماڼيودهغوڅلورقسمه ) ويالې اوهغه كسان چې كافران شوي دي ( لږ) نفع اخلي دوى ( په دنياكې ) اوخوراك به كوۍ لكه چې خوراك كوي چارپايان اواور( ددوزخ ) ځاى دورتلو( اوكورداوسيدودى ) دوى لره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايمان راوړونكي او ښه عمل كوونكي به الله هغو جنتونو ته ننباسي چې تر هغو لاندې ويالې بهيږي ، او كافران فقط د دنيا د څو ورځني ژوندانه خوندونه اخلي ، دڅارويو په شان خوراك څښاك كوي او دهغو وروستى استوګنځى دوزخ دئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ددنيا سامان غونډوى او له ډير حرص لكه بهائم غوندى ګرځي ، خورى او مزى كوى او د خپلو اعمالو له نتايجو څخه نه دى خبر چې د دوى د خوړلو او چښلو پاى به څه كيږي ؟ ښه دى دلته په دنيا كې دى څو ورځې مزى او چړچى كوى په آخرت كې دوى ته د اور كور تيار دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - محمد 47 ؛ آيت - 12 ] (47:12)