أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰ أَبْصَارَهُمْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
دا( مفسدان ) هغه كسان دي چې لرې كړي دى دوى الله ( له رحمة ) پس نوكاڼه كړي يې دي ( له آوريدلودحق نه ) اوړندى كړى يې دى سترګې ددوى ( له ليدلودحق نه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دوى همغه خلك دي چې الله ورباندې لعنت وكړ او هغوى يې ( كاڼه ړانده) كړل
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د حكومت په غرور كې كاڼه او ړانده شوى ظلم كوى او ضرر رسوى او د نورو په پوهولو هم پخپل خير او شر باندې نه پوهيږي د الله جل جلاله له لعنت څخه بالكل سنګدل او كلك زړه ګرځيدلى دى او دا ټول د هغوى د بد اختيار او د استعداد له قصوره ډګر ته راوتلى دي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - محمد 47 ؛ آيت - 23 ] (47:23)