لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
لپاره ددې څووبښي تاته الله هغه چې پخواتيرشوى دى له ګناه دتاڅخه اوهغه چې وروسته دى ( له ګناه څخه ) . او( بل لپاره ددې ) چې وښيي الله تعالى تاته سمه صافه لاره . او( بل لپاره ددې ) چې پوره كړى ( الله په فتحه دمكې اودنوروښاروسره ) مهرباني خپله پرتاباندې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ترڅو چې الله ستا له مخكېنۍ وروستنۍ هرې كوتاهۍ ( خلاف اولى)نه درتيرشي او پر تا باندې خپل نعمت بشپړ كړي او تاته سمه لاره دروښيي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يواځي له تقصيراتو څخه نه تيريږي بلكې هر هغه ظاهرى ، باطنى ، مادى ، روحى انعام او احسان چې تر اوسه پورې درسره شوى دى د هغه تكميل او تتميم هم كاوه شى .
وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا
تفسير : تل به دى د هدايت او استقامت په سمه لياره كې قائم لرى د معرفت او شهودو په غير محدودو مراتبو باندې د فائزيدلو او په قلوبو او ابدانو باندې د اسلام د حكومت د قائميدلو په لياره كې به تاته هيڅ مشكلات درپيښيږي خلك به ډلى ــ ډلى ستاسو په ليار ښوونه د اسلام په سمه لياره راځي او په دې ډول د تا د حسناتو او دا جورى په ذخيره كې بې شماره زيادت كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 2 ] (48:2)