وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخاص الله لره دى سلطنت اوپاچايي دآسمانو اودځمكې ( ملكاوخلقاوعبيدا) بښي هرهغه چې اراده وفرمايي ( دمغفرة يې ) اوپه عذاب كې اچوي هرهغه چې اراده وفرمايي ( دعذاب يې ) اوهميشه دى الله ډيرښه بښونكى (دخطياتو) ډيررحم والا( په وركولو داجر او ثواب سره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دآسمانونو او ځمكې د باچاهۍ مالك الله دى چاته يې چې خوښه شي بښنه كوي او چاته چې وغواړي سزا وركوي ، او هغه غفور او رحيم دئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : هغه څوك چې د الله جل جلاله اراده د هغه بښنى ته نه وى تللى نو زه يې څرنګه بښنه وغواړم هو ! كه الله جل جلاله مهربانى پر تاسې باندې وفرمايى نو تاسې ته توفيق دركوى چې توبه وكاږى او د هغه بښنه ځان ته وګټى دهغه رحمت په هرحال كې د هغه په غضب باندې سابق دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 14 ] (48:14)