لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
خامخاراضي اوخوښ شوى دى الله تعالى له مؤمنانونه هغه وخت چې بيعت يې كوه له تاسره دلاندې دونې. بيامعلوم كړ( الله په ظاهري علم سره هم ) هغه ( اخلاص ) چې په زړوددوى كې وو. بياراښكته كړه ( الله ) سكينه اوډاډينه پردوى باندې اوعوض يې وركړ( الله ) دوى ته برى نژدې ، ( چې فتح دخيبرده )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله له موءمنانو څخه خوشحاله شو كله چې هغوى له ونې لاندې له تا سره بيعت كاوه ، دهغود زړونو حال هغه ته معلوم دى لدې امله يې پرهغو ډاډينه نازله كړه اوهغوته يې په انعام كښې نژدې فتحه وركړه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : داد ( كيكر ) ونه وه غالباً د ( لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ ) د فرمايلو له سببه دغه بيعت ته ( بيعة الرضوان ) وايي چې د هغه مفصله قصه ددې سورت په شروع كې تيره شوه .
تفسير : د ظاهر اندېښنه او د زړه توكل ، حسن ، نيت ، صدق ، اخلاص اسلامى مينه او نور .
تنبيه : ګردو مفسرينو له ( مَا فِي قُلُوبِهِم ) څخه همدا مراد اخيستى دى مګر ابوحيان رحمه الله وايي چې له دېنه د روغى او د روغى له شرايطو څخه هغه رنځ ، غم او اضطراب چې زړو ته ور رسيدلى وو مراد دى په دې تقدير سره وروسته له دېنه ( فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ ) ډيره ښه ورسره لګيږي والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 18 ] (48:18)