وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوولجې ډيرې چې وابه خلى دوى هغه ( ولجې ) . اودى الله هميشه قوي غالب ډيرحكمت والا .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دولجې ډيرڅه مالونه يې وركړل چې هغوى به يې ( ډيرژر) تر لاسه كړي.الله برلاسى او حكمت والادى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : مراد له فتحى نږدې څخه فتحه د خيبر ده چې د ( حديبيى ) له بيرته راتګ څخه سمدلاسه پيښه شوه او زياتى ولجى په لاس ورغللى چې له هغو سره مجاهدين هوسا او خوښ شول .
وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
تفسير : الله جل جلاله په خپل زور او حكمت سره د حديبيى نقصانونه ! په دې ځاى كې تلافى او معاوضه كړل او په فتحه د مكې معظمې او حنين كې هم داسې تلافى او معاوضى په ظهر ورسيدى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 19 ] (48:19)