وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَٰذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وعده كړې ده له تاسې سره الله دغنائمواوولجوډيروچې وابه يې خلى تاسې هغه نو ( الله ) ژردركړل تاسې ته دا( غنائم اوولجې ) . او( الله ) بندكړل لاسونه دخلكوله تاسې نه . اوچې شي داكارنښه ( دقدرت دالله ) لپاره دمؤمنانو. اوالله ښيي تاسې ته لاره برابره ( دتوكل په الله باندې په هركاركې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله له تاسې سره دولجې دخورا ډيرومالونو وعده كوي چې تاسې به هغه ترلاسه كړئ په سمدستي ډول خودغه فتح هغه تاسې ته دركړه او ستاسې پرخلاف يې د خلكو لاسونه له راپورته كيدلو څخه منع كړل ، ترڅو چې داد موءمنانو لپاره نښانه شي او الله تاسۍ ته دسمې لارې هدايت دركړى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : وروسته به ډيرى ولجى او غنيمتونه در رسيدونكى وى چې له هغو يو همدا د خيبر غزا ده چې ستاسې برخه په دې كې دركړه شوه .
وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ
تفسير : عام جنګ درپيښ نه شو او په ( حديبيى ) او ( خيبر ) كې يې د كفارو له لاسه تاسې ته څه ضرر او نقصان ونه رساوه او ستاسې په نشتوالى كې هيچا ستاسې اهل او عيال كور او كهول ته هم لاس ونه غځاوه .
وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ
تفسير : مسلمانان دي وپوهيږي چې د الله جل جلاله قدرت څرنګه دى ؟ او د هغوى درجه د هغه په دربار كې څومره ده ؟ او بل دا چې وروسته له دې څخه هم د هغه نورې ګردې وعدى همداسې پوره كيدونكى دي .
وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا
تفسير : د الله جل جلاله پر وعدو باندې ډاډينه او د هغه د لامحدود قدرت پيژندنه او همغه ذات ته د ځان او د جهان سپارنه ! د لا زيات اطاعت او حكم منلو تر غيب دركوى چې همدا ده د توكل برابره او سمه لياره .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 20 ] (48:20)