وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوكه جنګ وكړي له تاسې سره هغه كسان چې كافران شوي وونوخامخابه يې ګرځولى واى شاوې خپلې بيا به يې نه ووموندلى څوك دوست ساتونكى اونه مددګار.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دغه كافران كه پدې وخت كښې له تاسې سره جنګيدلي واى نو ارو مروبه يې شا اړولې وه او هيڅ ملاتړ او مرستندوى به يې نه وء ميندلى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : كه جنګ پيښيده نو برى به ستاسې وو او كافرانو به شا اړوله او تښتيدل به او مرستو كوونكيو به دوى له آفته نه شو ژغورلى خو د الله جل جلاله د حكمت داسې اقتضاء وشوه چې سمدلاسه روغه وشى او د روغى د عظيم الشانو بركاتو څخه مسلمانان مستفيد او ګټور شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 22 ] (48:22)