وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اودغه (الله ) هغه ( ذات دى ) چې بنديې كړل لاسونه دهغو( كفارو) له تاسې څخه اولاسونه ستاسې له هغوى څخه په منځ دمكې كې پس له هغې څخه چې غالب يې كړي تاسې په هغوى باندې . اودى الله په هغه څه چې كوي يې تاسې ښه ليدونكى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
همغه ذات دى چې دمكې په ناوكښې يې دهغو لاسونه له تاسۍ نه او ستاسې لاسونه يې له هغو نه منع كړل ، وروسته له هغه چې پر هغويې تاسې ته برى دركړى وء او تاسې چې څه كول الله هغه ليدل.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د مشركانو څو ډلى ( حديبيى ) ته راغلى وي چې كه لاس يې برشى رسول الله صلی الله عليه وسلم په شهادت ورسوى بيا يونيم مسلمان ګوښى ګير كړى او ويې ربړوى لكه چې داسې څو پيښې هم راپيښى شوى او په دې منځ كې يو مسلمان هم په شهادت ورسيد چټى خبرې او د جنګ د اوربليدلو خبرې هم وشوى تردې چې اصحاب الكرام رضي الله عنه هغه قاتل ونيو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته يې ور وړاندې كړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د انتقام څخه سترګې پټى كړى او ويې باښه په دې آيت كې د همدغو واقعاتو په لورى اشارى دى او ( ببطن مكة ) د مكى د ښار له منځ څخه مقصد د ښار هغه نږدى منطقه ده چې له ډيره نږدى والى څخه داسې ښكارى لكه مځكه د حرم او ياما بين د ښار .
وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
تفسير : الله جل جلاله ته د كفارو شرارتونه او ستاسې عفو او تحمل ښه تره معلوم دى او وينى يې نو جزا به پرې دركړى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الفتح 48 ؛ آيت - 24 ] (48:24)