وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ ۚ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوپوه شۍ تاسې چې بيشكه په منځ ستاسې كې رسول دالله دى ( نومه وايي درواغ ) كه چيرې پيروي وكړي حضرت رسول الله تاسې لره په ( ډيرواموروكې چې هغه خلاف دواقعيت اوحقيقت وي ! نوهرآينه به تاسې په مشقت اوګناه كې لويدى . ليكن الله تعالى جل جلاله دوست اومحبوب ګرزولى دى تاسې ته ايمان اوښائسته كړى يې دى دغه ( ايمان ) په زړوستاسې كې ،. بداومنفوريې ګرزولى دى تاسولره كفر( پټول دحق ) فسق اونافرماني له اوامرودالله تعالى نه ( هغه تحقيق كوونكى په خبرونوكې ) همدوى دي ثابت په دين حق باندې له جهته
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ښه وپوهيږئ چې ستاسې په مينځ كښې دالله رسول موجود دى.كه هغه په زياتر و چارو كښې ستاسې خبره ومني نو تاسې به پخپله په ستونزو كښې اخته شئ ، خو الله تاسې ته دايمان مينه دركړه او هغه يې ستاسې لپاره په زړه پورې وګرڅوه ، اوله كفر فسق او نافرمانۍ څخه يې تاسې كركجن كړئ پرحق ثابت كسان همدغه دى ،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : كه رسول الله صلی الله عليه وسلم ستاسې د كوم سړى پر رائ او غوښتنې باندې عمل ونه كړى نو تاسې مه خفه كيږى ځكه چې حق د خلكو د غوښتنو يا د يوه او د بل د راى نه تابع كيږي كه داسې وشى نو د ځمكې او د آسمانو ګردې كارخانى سره خرابيږي لكه چې د ( المؤمن ) په ۴ ركوع كې مونږ داسې يو آيت لولو ( وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ ) لنډه يې دا چې تل د خبرو تحقيق وكړى او هيڅ كله حق او رښتيا د خپلو شخصى اغراضو او افكارو تابع مه ګرځوى بلكې تل خپل فكرونه د حق تابع وبولى چې له دې څخه به د ګردو جګړو او مناقشو بنسټ له بيخه ختلى وى نو كه ستاسې مشوره ونه منله شى مه خفه كيږى ځكه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله پر احكامو عمل كوى چې په هغه كې ستاسې ټولى ښيګڼى دى او كه ستاسې خبرو ته غوږ وباسى نو تاسې هر يو د خپلو ښيګڼو په نسبت خبرې كوى نو ده ته بيا داسې مشكلات پيښيږي چې د كوم يوه سړى پرفكر باندې عمل وكړى سره له دې چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډيرو ځايونو كې له پيروى د افكارو باطلو و د دوى نه منع شوى لكه چې د البقرة سورت په ۱ ركوع ۱۶ آية ۱۴۵ كې فرمايي ( وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذَاً لَّمِنَ الظَّالِمِينَ ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الحجرات 49 ؛ آيت - 7 ] (49:7)