إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه الله ته ښه معلوم دى غيب داسمانواودځمكې اوالله تعالى ښه ليدونكى دى په هغوكارو باندې چې كوي يې تاسې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله داسمانونو او ځمكې دهر پټ شى علم لري او هر څه چې تاسې كوئ دهغو ټولو ليدونكى دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : الله جل جلاله ته د زړو پټى خبرې او ښكاره چارى ګردې ورمعلومى دي نو ددغه عليم او خبير په مخكې خبرې او بهانى مه جوړوى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الحجرات 49 ؛ آيت - 18 ] (49:18)