وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ۚ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخاوندانودځنګله ( شعيب لره ) اوقوم دتبع ( خپل نبي لره). دوى ټولونسبت ددرواغوكړى ووپيغمبرانوخپلولره نوبياحق اوثابت شوځماعذآب پردوى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دايكه خلكو ، او دتبع قوم دې ټولو پېغمبران درواغجن ګڼلى اوپه پاى كښې زما وعيد پرهغو تطبيق شو.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ددې قومو قصې د ( حجر ، فرقان ، دخان ) او په نورو سورتوكې تيرى شوى دى هلته يې بيا ولولى ! .
تبع : يا نوم د ځاى دى يا نوم د هغه پيغمبر دى چې دا قوم يې اسلام نه وغوښت .
كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ
تفسير : د انبياؤ د درواغجنولو لامله له هغو شيانو څخه چې دوى ويرول شوى وو هغه وردمخه راغلل او په همغه عذابونو كې چې دوى ترى ويرول شوى و ولويدل .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - ق 50 ؛ آيت - 14 ] (50:14)