وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوراځي هرنفس پدې ورځ كې چې وي به له ده سره يوشړونكى ( محشرته ) اوشاهدي وركوونكى ( پراعمالو يې لكه لاس ، پښې اوداسې نور) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هر څوك پداسې حال كښې راغى چې له هغه سره يو سوق كوونكى دى او يو شاهدي ويونكى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : خلك به په قيامت كې داسې حاضر كړل شى چې يوه پرښته به يې ميدان ته د وړاندې كولو دپاره راكاږى او بلې به يې عملنامه نيولى وى چې دده د ژوندانه ګرد احوال او خبرې پكې ليكلى شوى وي ښايي چې دا به همغه دوه پرښتى وي چې ( كِرَامًا كَاتِبِينَ ) ورته وايي او د هغو په نسبت يې فرمايلى دى ( إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ ) او ښايي چې كومه بله وى والله اعلم . ( نو وبه ويلى شى ده ته دالله جل جلاله له جانبه داسې چې : ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - ق 50 ؛ آيت - 21 ] (50:21)