Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(50 (51 (52 (53 (54 (55 (56 (57 (58 (59 (5:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(50:27) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قال قرينه ربنا ما أطغيته ولكن كان في ضلال بعيد

قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَٰكِنْ كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وبه وايي ملګرى دده يعنې شيطان اى ربه ځمونږنه ؤ ګمراه كړي مادي ( جبرا) ليكن ودى پخپله په ګمراهي لرې كې له حقه ځينې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دهغه انډيوال به ووايي : خدايه مادى نه و سركشه كړى بلكې دى پخپله ليرې ګمراهۍ كښې غورځيدلى و
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : زما زور پر ده باندې نه رسيده لږ څه اشاره مې چې ورته وركړه دغه كمبخت پخپله ګمراه شو د نجات او فلاح له ليارى څخه لرى ولويد شيطان په داسې وينا سره غواړى چې خپل جرم سپك ورښكاره كړى داسې جګړى او منازعى په مابين د دوزخيانو او خدايانو باطله و د هغوى كې او په مابين د اغوا كونكو د دوى كې ډيرې راځي چې قرآن له بعضې د هغو ځينې خبر وركوى او وايي : ( وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - ق 50 ؛ آيت - 27 ] (50:27)