الَّذِينَ هُمْ فِي غَمْرَةٍ سَاهُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
هغه كسان چې دوى په نهايت غفلت كې سهوكوونكي غافل اوبې خبره دي ( له قيامت نه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه كسان چې په جهالت كښې غرق او په غفلت كښې بيهوښه بى فكره دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ددنيا د چړچو او د مزو لامله دوى له الله جل جلاله څخه او له اخرت نه بالكل غافل شوى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 11 ] (51:11)