Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(50 (51 (52 (53 (54 (55 (56 (57 (58 (59 (5:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(51:14) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ذوقوا فتنتكم هذا الذي كنتم به تستعجلون

ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وڅكى تاسې ( خوندد) عذاب ستاسې ، دادى هغه ( عذاب) چې وۍ تاسې چې په جلتى سره موغوښت دغه عذاب په دنياكې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
(دوى ته به وويل شي) اوس د خپلې فتنې خوند وڅكئ.داهمغه شى دى چې دهغې لپاره تاسې بيړه كوله.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : داد الله جل جلاله له لورى هغوى ته جواب وركړى شوى دى چې لږ صبر وكړى ! هغه ورځ راتلونكى ده كله چې تاسې په اور كې سره سم او كاږه واږه ولويږى او ښه په كې وسوځى ! نو هلته به تاسې ته وويل شى : واخلى وڅكى دا مو د شرارت او استهزاء مزه او خوند او داده هغه ورځ چې تاسې ژر غوښتله درغله .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 14 ] (51:14)