وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوپه وخت دګهيځونوكې دوى مغفرت غوښت له الله نه دګناهونوخپلو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا دوى دشپې په وروستيو شيبو كښې له الله نه بښنه غوښتله
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د شپې زياته برخه د الله جل جلاله په عبادت كې تيروى او د ګهيځ په وخت كې كله چې شپه پاى ته ورسيږي له الله جل جلاله څخه د خپلو تقصيراتو بښنه غواړى او وايې ، الها ستا د معبوديت حق مى نشواى اداء كړى هغه تقصيرات چې زما څخه واقع شوى دى پخپلى مهربانى او مرحمت سره يې رامعاف كړه ! د عبادت كثرت دوى نه مغرور ، روى بلكې څومره چې په عبوديت كې ترقى كوى په هماغه اندازه په دوى كې خوف او خشيت لازياتيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 18 ] (51:18)