وَفِي أَنْفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
په نفسونو اوځانو ستاسې كې هم علامې دعبرت دي ايانوتاسې يې نه وينۍ چې ترې پندواخلۍ .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او پخپله ستاسې پخپل وجود كښې.ايا تاسې په ځيركتونكي نه يئ ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : داد شپې ويښتيا ، استغفار او پر محتاجانو او اړو باندې خرڅ او ښيندل د مال ښايي چې ددې يقين په بناوى چې الله جل جلاله شته او دده په دربار كې د هيچا اجر او نيكى نه ضايع كيږي نو ځكه متقيان په داسې شاقه عبادتونو ځان سنبالوى له دغو نښو د قدرتونو د الله جل جلاله څخه چې په ( آفاقى او انفسى ) يعنې په ځان او جهان كې شته ! كه سړى پخپل ځان يا د ځمكې دمخې د موجوداتو په احوالو باندې فكر او غور وكړى نو د اتفكر او تعمق هر انسان په دې متيقين كوى چې د هرو نيكو او بدو جزا په هر ډول چې وي ضرور رسيدونكى ده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 21 ] (51:21)