وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوپه اسمان كې دي ( سبب د) رزق ستاسې چې ( باران دى ) اوهغه چې له تاسوسره يې وعده كړې شوې ده ( دثواب اوعقاب ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په همدې آسمان كښې ده ستاسې روزي هم او هغه شى هم چې له تاسې سره دهغه وعده كيږي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : په سائلانو او محتاجانو باندې له ښندلو څخه مه ويريږى په دې معنٰى چې كه مونږ خپل مال اقرباوو او فقيرانو ته وركړو نو له كومه به يې بيا وخورو ، او مه په ښندلو سره په مساكينو باندې څه منت او احسان ږدى ځكه چې مونږ ستاسې ګردو روزى ، اجر او ثواب سم له كړى شوى وعدى سره دركوو او د هر يوه روزى رسيدونكى ده هيڅوك يې مخه نشى نيولى او ښندونكى لره به ډير اجر او ثواب نور هم رسيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 22 ] (51:22)