فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنْطِقُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوقسم دې وي ځماپه رب دآسمان اوځمكې باندې بيشكه داخبره ( چې وعده يې كړې شوې ده ) خامخاحقه اورښتياده په مثل دهغې حقيقت اوواقعيت چې تاسوپرې خبرې كوۍ .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نو قسم دى داسمان او ځمكې په مالك باندې ، داخبره حقه ده ، همداسې يقيني لكه چې تاسې غږيږئ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : هسې چې ستاسې په وينا كې څه شك نشته همغسې په دې خبرې كې هم څه شبهه نشته په يقين سره دا ورځ رسيدونكى ده او د قيامت لويه ورځ دريدونكى ده آخرت راتلونكى دى او د الله جل جلاله ګردى وعدى پوره كيدونكى دى وروسته له دېنه د ( وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ) په مناسبت د حضرت ابراهيم عليه السلام د ميلمه پالنى قصه را آوروى چې د لوط عليه السلام د قصې تمهيد دى او دغو دواړو قصو څخه دا راښكاريږي چې د الله جل جلاله معامله په دنيا كې له محسنانو او ښو خلكو او له مكذبانو او بدو سړيو سره څرنګه ده ؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 23 ] (51:23)