فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوورنژدې يې كړهغوى ته وې ويل ولې نه خورې ( يعنې وخورۍ ترې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دميلمنو مخې ته يې وړاندې كړ ورته يې وويل : ايا تاسې يې نه خورئ ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : په ډير اهتمام سره يې په ميلمستيا لاس پورې كړ او په ډير تهذيب او خوږه ژبه يې دوى ته وفرمايل ( ګرانو ميلمنو ! ولى تاسو ډوډۍ نه خورئ ؟ ) ( كله چې هغوى پرښتى وي او خواړه يې نه و په كار نو دوى ورته وويل چې نه يې خورو ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - حٰم 26 ؛ سورة - الذاريات 51 ؛ آيت - 27 ] (51:27)