Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(4:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يا أيها الناس اتقوا ربكم الذي خلقكم من نفس واحدة وخلق منها زوجها وبث منهما رجالا كثيرا ونساء واتقوا الله الذي تساء

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اى خلقو! (تل) وويريږئ له ربه خپله ! هغه (رب) چې پيدايې کړئ تاسې له نفسه يوه نه( چې ادم(ع)دى) اوپيدايې کړه له دې (نفسه ) جوړه دده (چې حواء ده) اوخپاره يې کړل له دې دواړوڅخه سړي ډيراوښځې (ډيرې)،اوويريږئ له الله هغه (الله) چې سؤال کوئ تاسې يوتربله په (نامه د) ده سره او(وويريږئ له پريکولو) دخپلوۍ څخه؛بېشکه الله دى پرتاسې ساتونکى (نوهيچيرې) اوهيڅکله ترغافل نه شئ چې جزادرکوي) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اى خلكو له خپل هغه رب نه ووېرېږئ چې هغه تاسې له يو تن څخه پيدا كړئ او له هماغه تن څخه يې د هغه جوړه مينځ ته راوړه او له دې دواړو نه يې په نړۍ كښې ډېر نارينه او ښځې خواره كړل ، له هغه خداى نه ووېرېږئ چې د هغه په وسيله تاسې يو له بل نه خپل حقوق غواړئ، اود خپلولۍ او پيوندونوله غوڅولو نه ډډه وكړئ، باور ولرئ چې الله پر تاسې څارونكى دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
بسم الله الرحمن الرحيم
سورة ((النساء)) مدنية وهي مائة و ست وسبعون آية و اربع وعشرون رکوعاً عدد تلاوتها (٤) و عدد نزولها (٩٢ ) نزلت بعد (( الممتحنة ))
د (( النساء )) سورت مدني دى، ( ١٧٦ ) آيتونه لري ، څلروېشت رکوع لري، په تلاوت کې (٤) اوپه نزول کې ( ٩٢ ) سورت دى، وروسته د (( الممتحنة )) له سورت څخه نازل شوى دى.
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء
تفسير:
(١) ړومبى يې دحضرت آدم(عليه السلام) له کيڼې پښتۍ څخه ( بي بي حواء رضى الله عنها ) پيداکړه، بيايې له دوى دواړو څخه ټول نارينه اوښځې پيدا اوپه ځمکه کې يې خپاره کړل، نوپه حقيقت کې الله تعالى(ج) ټول انسانان له يوه نفس اويوه سړي څخه پيداکړي دي، مطلب يې دادى کله چې له عدم څخه ستاسې دټولو پيداکوونکى اوبياستاسې باقي اوقائم ساتونکى همغه يوذات دى نوښايي چې تاسې له هغه څخه وويرېږئ! اودهغه د امر منل يوډېر ضروري کار وګڼئ! له دې څخه دوه مضمونوته اشاره وشوه:
١ ـــ داچې الله تعالى(ج) ستاسې دټولو خالق اوموجد دى.
٢ ــــ داچې دټولو انسانانو دوجود سبب همغه يو نفس دى، چې له هغه څخه الله تعالى(ج) نور ټول انسانان پيداکړل، يعنې ابوالبشر آدم(عليه السلام) چې له دې څخه دا راڅرګنده شوه چې زمونږ اصلي تعلق خو له الله تعالى(ج) سره دى، ځکه چې په تامه علت اودهغه په معلول کې چې څومره تعلق اوقرب او احتياج او علاقه وي هغومره په بل هېڅ يو شي کې ممکن نه دى، وروسته له هغه ، هغه علاقه اوتعلق او قرب دى چې دانساني افرادو په منځ کې موندل کېږي، ځکه دلته دوجود سبب او( مخلوق منه ) بېخي يو شى دى، له دې څخه معلومه شوه چې ړومبى پرمونږ باندې د الله تعالى(ج) اطاعت لازم دى چې زمونږ خالق دى، وروسته له هغه په ټولو مخلوقاتو کې خاص دخپلې بني نوعې رعايت اوله هغوى سره ښه سلوک کول پرمونږ باندې ضروري دي، ځکه چې الله تعالى(ج) مونږ ټولو لره ( مخلوق منه ) او د وجود سبب يو شى مقرر کړ نوهغه قرب اوهغه اتحاد چې دانساني افرادو په منځ کې يو تربله موجود دى هغه په بل کوم شي کې نه دى موجود اونه ترې حاصليږي، نوځکه شرعاً اوعقلاً د بني آدمانو په خپلو منځوکې ښه سلوک خورا ښه اوډېرضروري کار دى، اوبدسلوک له انسانانو سره دومره مذموم دى چې نورو سره نه دى، چې دهغه تفصيل په نصوصو او شرعي احکامو کې په تاکيد او تکرار پرله پسې موجود دى، لکه چې شيخ مصلح الدين هم دا مطلب داسې ادا کړى دى:
انسانان دي لکه غړي يو دبل
په فطرت کې لکه پاڼې دي د ګل
چې مو ژوبل شي يو غړى ياپه درد شي
ورسره به مو نور غړي هم په درد شي
نوپه دې موقع کې حق تعالى (ج) خپل خالقيت ظاهر اودخپل اطاعت امر يې صادر کړ، اود بني آدم اصلي اتحاد يې راڅرګند کړ، اوپه دې لوري يې اشاره وکړه چې ټول سره يوځاى شئ لکه چې ددې آيت په راتلونکې برخه کې دغه اشاره ظاهره کړى شوې ده.
وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ
تفسير: (٢) سربېره پردې چې الله (ج) ستاسې خالق او رب يعنې مُوجِد اوبقاء درکوونکى دى، دده داطاعت دوجوب يوه وجه داده چې: تاسې دده په وسيله ګرځولو په خپلو منځونوکې خپل حقوق او فوائد غواړئ، او يوبل ته دهغه دپاک نامه قسمونه ورکوئ! اوپر ده اطمينان حاصلوئ ، يعنې په خپلو معاملاتو او عارضي حاجاتو کې هم په همغه سره متوسل کېږئ! مطلب دا چې په وجود اوبقاء پورې دا احتياج منحصر نه دى، بلکې په ټولو حاجاتو او چارو کې هم تاسې هغه ته محتاج يئ! نوځکه د الله تعالى(ج) د اطاعت ضرورت لا هم محقق شو، وروسته له دې دا حکم دى چې له قرابته هم ووېرېږئ! يعنې د اقاربو حقوق په ښه ډول سره اداء کړئ! اودخپلوۍ له پرېکولو اوبدسلوکۍ څخه ځانونه وژغورئ! د بني نوع يعنې له انساني ټولو افرادو سره په عمومي ډول سره ښه سلوک خو ددې آيت په ړومبۍ برخه کې تېر شوى دى، څرنګه چې دقرابت له خاوندانو سره نژدېوالى اومخصوص اتحاد لا زيات وي، نوځکه دهغوى له بدسلوکۍ څخه اوس په خاص ډول سره وېراوه شي ، ولې چې دهغوى حقوق دنورو انساني افرادو له حقوقو څخه زيات دي، لکه چې په حديث قدسي کې راغلي دي: ( قال الله تبارک وتعالى: اناالله و اناالرحمن خلقت الرحم وشققت لها من اسمي فمن وصلها وصلته ومن قطعتها قطعته ) اوپه حديث د ( خلق الله الخلق فلما فرغ منه قامت الرحم فاخذت بحقوى الرحمن فقال مه قالت هذا مقام العائذ منک من القطيعة قال الا ترضين ان اصل من وصلک و اقطع من قطعک قالت بلى يا رب قال فذاک ) اوپه حديث د ( الرحم شحنة من الرحمن فقال الله من وصلک وصلته ومن قطعک قطعته ) اوپه حديث د ( الرحم معلقة بالعرش تقول من وصلني وصله الله ومن قطعني قطعه الله ) کې دهغه تاکيد شوى اوپه ښېګڼه يې شاهد دى اود صله رحمۍ اختصاص اودهغې علائقو ته اشاره کوي: نو اوس دانتيجه ترې ووتله چې دوجود منشاء اودخلقت دجوهر داتحاد لامله په ټولو بنيادمانو باندې ښه سلوک اودحقوقو رعايت ضروري دى، وروسته له هغه په کومه موقع کې که دکوم خصوصيت له سببه په اتحاد کې زياتوالى پيدا شي، لکه په اقاربو کې ياکه په کومه موقع کې د احتياج شدت وليده شي ، لکه په يتيمانو او مساکينو اونورو کې نو هماغومره دحقوقو په مراعات کې هم زياتوالى پيداکېږي، علاوه پردې کله چې دالله تعالى(ج) حکم هم په صاف ډول سره راغى چې: ( د ارحامو ( دخپلوۍ ) دحقوقو رعايت اوحفاظت وکړئ! ) نو اوس هغه تاکيد خپل انتهايي حد ته ورسېد، لکه چې په دې سورت کې زياتره احکام دهمدې عمومي تعلق اونورو خصوصي تعلقاتو په نسبت مذکور دي، ګواکې هغه مفصل احکام ددې مجمل اوکُلي امر چې دلته ذکر شو، تفصيل او شرحه ده.
إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
تفسير:
بې شکه الله مو څاري :
(٣) يعنې الله (ج) ستاسې له ټولو اعمالو، افعالو اواحوالو څخه واقف دى، که دهغه دحکم متابعت وکړئ نو ثواب به ومومئ! که نه دعذاب مستحق کېږئ! اوستاسې د ارحامو اوخپلوۍ په تعلقاتو او مراتبو ، اودهر يوه په مناسبو حقوقو باندې هم ښه پوهېږي، نوځکه دهغه په نسبت هرهغه حکم چې الله(ج) درکړي هغه حق وګڼئ! اوعمل پرې وکړئ!
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - لن تنالوا 4 ؛ سورة - النساء 4 ؛ آيت - 1 ] (4:1)