وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
دانې خاوندانې دوښواو( خاوندانې ) دخوشبويي ورقې دښووږمو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
راز راز غلې دي چې په هغوكښې واښه هم وي او دانې هم.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې مېوې او دانې هم له ځمكې څخه راوځي او په غلو او دانو كې دوه شيان وي اول دانه چې هغه زياتره د انسانانو خواړه دي بل واښه چې هغه د بودګانو ( حيواناتو ) ازوغه ده او ځينې نور شيان هم له ځمكې ځينې پيداكيږي چې يا د خوړلو دپاره په كار راځي يا د خوشبوئى دپاره او د ښو وږمو او د نورو چارو او كار فائده ورڅخه اخيسته كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال فما خطبکم 27 ؛ سورة - الرحمن 55 ؛ آيت - 12 ] (55:12)