Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(50 (51 (52 (53 (54 (55 (56 (57 (58 (59 (5:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(55:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
بينهما برزخ لا يبغيان

بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَا يَبْغِيَانِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 په منځ ددواړوكې يوه پرده ( دقدرت ) ده چې نه ګډيږي يوپه بل باندې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا هم د هغو تر مينځه يوه پرده حائل ده چې هغوى ترېنه تجاوزنكوي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې هسې نه دى چې خوږې او ترخې اوبه يو په بل باندې تېرى وكړى او د مخامخ خوا په خاصيت كې څه تزئيد او تبديل وارد كړى يا ددې دواړو له يوځاى كيدلو څخه دومره اوبه زياتوب وكړى چې د طوفان او ډوبيدلو ويره پيداشى ددې آيت د مضمون په نسبت څه تقرير د ( فرقان ) د سورت په آخر كې ( زمونږ ددغه مبارك تفسير په ۲۲۶۷ و ۲۲۶۸ مخ كې ) پخوا له دې څخه تېرشوى دى هغه دې هلته وكوت شى ؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال فما خطبکم 27 ؛ سورة - الرحمن 55 ؛ آيت - 20 ] (55:20)