Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(50 (51 (52 (53 (54 (55 (56 (57 (58 (59 (5:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(55:24) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وله الجوار المنشآت في البحر كالأعلام

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخاص دغه( الله ) لره دى بيړۍ تلونكې نوې پيداكړى شوى لوړې په بحرسيندكې لكه لوى لوړغرونه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اودابېړۍ د همغه دي چې په سمندركښې ددنګوغرونو په څېرلوړې پورته شويدي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كشتۍ او بيړۍ كه څه هم په ښكاره ستاسې جوړ كړى شيان دى مګر ستاسې جوړوونكى الله جل جلاله دى او همغه پاك الله جل جلاله تاسې ته هسې قوت ، قدرت ، ساز او سامان دربښلى دى چې د هغه په وسيله نه يواځي جهازونه بلكې په زرهاؤ نور شيان جوړولى شى نو ځكه الله جل جلاله ستاسې او ستاسې د ګردو مصنوعاتو او مملوكاتو څښتن او خالق دى او دا ګرد د هغه نعمتونه او دده د قدرت دلائل او نښې دي .
تنبيه : دا جمله د ړومبنى جملې ( يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ ) په مقابل كې ده يعنې د سيند د تل ( تحت ) څخه هسې ښه شيان راوځي او دپاسه يې داسې شيان رادرومى چې دا دواړه پخپلو ځايو كې د هغه لوى قدرت او نعمت ګڼل كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال فما خطبکم 27 ؛ سورة - الرحمن 55 ؛ آيت - 24 ] (55:24)