Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(50 (51 (52 (53 (54 (55 (56 (57 (58 (59 (5:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(56:19) (آيت نمبر:سورة نمبر)
لا يصدعون عنها ولا ينزفون

لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنْزِفُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 چې نه به سرخوږيږي له دغو( شرابو) اونه به بې هوشه كيږي چټي ( بيكاره ) وئيږى ( ترې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
چې د هغو په څښلوسره به نه دهغو سروګرځي نه به يې په اعصابو كښې خرابى پېدا شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ډير ښه او سپيڅلى شراب چې د هغو قدرتى چينې به په جنت كې بهيږي او د هغو له چښلو څخه به نه په سر كې خوږ پيداكيږي او نه به يې چښونكى چټى او اپلتى خبرې كوي ځكه چې په هغو كې به نشه نه وى او يواځي د خوښى ، سرور ، خوند ، لذت او خوشحالى څخه به ډك وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال فما خطبکم 27 ؛ سورة - الواقعة 56 ؛ آيت - 19 ] (56:19)