Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(40 (41 (42 (43 (44 (45 (46 (47 (48 (49 (4:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(4:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يوصيكم الله في أولادكم للذكر مثل حظ الأنثيين فإن كن نساء فوق اثنتين فلهن ثلثا ما ترك وإن كانت واحدة فلها النصف ولأ

يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۚ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ ۚ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
حکم کوي تاسې ته الله په (حق دميراث د) اولادستاسې کې چې شته نارينه لره (له ميراثه) په مثل دبرخې ددووښځو ، نوکه وودا(اولادخالصې) ښځې پورته له دووڅخه (يادوې) نو(شته) دوى لره دوه ثلثه (دوې دريمې برخې) دهغه مال چې پريښى وي (مړي) اوکه وه دا(مولوده لور) يوه نوهغې لره نصف (يعنې نيمايي دترکې دى)؛ اوشته موراوپلار دده (مړي) ته له پاره دهريوه له دې دواړوسدس (شپږمه برخه) له هغه مال چې پريښى وي (مړي) که وي مړي لره ولد(ځوځات)،نوکه نه وي ده لره ولد(ځوځات) حال داچې ميراث اخلي له ده (مړي څخه يواځې ) موراوپلاردده نودى موردده لره ثلث (دريمه برخه دترکې اونورټول دپلاردي) .نوکه وي مړي لره وروڼه (ياخويندې) نوشته موردده لره سدس (دترکې شپږمه برخه) پس له (اداء کولود) وصيت څخه چې وصيت وکړي ميت په هغه سره ياپس (له اداء کولو) ددين څخه):پلرونه ستاسې اوزامن ستاسې نه پوهيږئ تاسې چې کوم يوله دوى زيات نژدې دى تاسې ته له جهة دنفعې، (دابرخي فرض شوى دى) مقرره برخه له (جانبه) دالله ؛ بېشکه چې الله دى ښه عالم(په ټولواحوالو)ښه حکمت والا(چې هرکارپه تدبيراومصلحت سره کوي) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ستاسې د اولادونو په باب الله تاسې ته لارښودنه كوي چې د نارينه برخه ددوو ښځو په اندازه ده، كه ( د مړي وارثان ) له دوونه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه صرف يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې دتركې شپږمه برخه وركړه شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درييمه برخه وركړه شي. او كه د مړي وروڼه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي ( دا ټولې برخې به ) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي تاسې نه پوهېږئ چې ستاسې د مور پلار او ستاسې له اولادنه كوم يو دګټې له پلوه درته ډېر نژدې دى دا برخې الله ټاكلي دي ، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ
تفسير:
(٢٠) پاس دمړي د اقاربو د وراثت ذکر وشو اوددوى دبرخو دتقرر اوتعين په نسبت يې اجمالي اشاره فرمايلې ده، اوس د اقاربو اوددوى دبرخو تفصيل ښوول کېږي اوپخوا له هغه څخه ديتيمانو په حق کې دتشديداتو او تاکيداتو ذکر کېده، چې له هغه څخه داخبره هم معلومه شوه که دمړي په اقاربو کې کوم يتيم وي نوښايي ددې يتيم په برخه ورکولو کې ډېرزيات احتياط او اهتمام وکړى شي، چې دعربو له قديم رسم سره موافق ددوى دمحروميت له ميراث څخه سخت ظلم اولويه ګناه ده، اوس په اقاربو کې له ټولو څخه پخوا د اولادونو دحِصو بيان فرمايي: که دکوم ميت په اولاده کې هلک او نجلۍ دواړه وي نو هغوى ته دميراث ورکولو دا قاعده ده چې يو هلک ته به د دوه نجليو حصه ورکوله کېږي، مثلاً که يو هلک او دوې نجونې وي نونيمايي مال هلک ته اوبله نيمه يې هغو دوو نجونو ته ورکول کېږي، اوکه يو زوى اويوه لور ترې پاتې وي نو دوه ثلثه هلک ته اويو ثلث نجلۍ ته ور رسيږي.
فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ
تفسر:
(٢١) يعنې اوکه دکوم مړي په اولاده کې يواځې ښځې يعنې لوڼې پاتې شي او زوى نه وي ترې پاتې، نوکه دا نجونې له دوو څخه زياتې، يا دوې وي، نودې ته دپلار نيمايي ترکه ور رسيږي.
تنبيه:
د ( للذکر مثل حظ الانثيين ) په ذيل کې دا راڅرګنده شوه چې يوې نجلۍ ته له يوه هلک سره يو ثلث ور رسيږي، نوله دې څخه معلومه شوه چې يوې نجلۍ ته به له بلې نجلۍ سره په طريق الاولى يو ثلث ور رسيږي، ځکه چې دهلک حصه دنجلۍ له حصې څخه زياته ده، نوکله چې دهلک په سبب ددې برخه له يوه ثلث څخه کمه نه شوه نودبلې نجلۍ له سببه به څرنګه هغه برخه لږ کېداى شي؟ کله چې د دوو نجونو حکم په پخواني آيت کې معلوم شوى و نوځکه په دې کې له دوو څخه دزياتو لوڼو حکم هم راښيي چې چاته داسې کومه شبهه پيدا نه شي کله چې د دوو لوڼو حق ديوې نجلۍ له حق څخه زيات دى نوښايي د دريو اوڅلورو اودډېرو برخې به له هغه زيات وي، حال داچې خبره داسې نه ده بلکې کله چې لوڼې له يوې څخه زياتې وي ، درې وي که لس، که زياتې، هغو ټولو ته به همغه دوه ثلثه ور رسيږي.
فائده:
د اولاد د وراثت دوه صورتونه په آيت کې ذکر شول:
١ ـــ داچې هلک اونجلۍ دواړه نوعه اولاد موجود وي.
٢ ـــ داچې يواځې لوڼې ولري اودا دوه صورتونه لري: چې يوه لور وي يا له يوې زياتې وي ، نو اوس يواځې يو صورت پاتې دى چې يواځې هلکان ولري، نودهغه حکم دادى چې: ټول ميراث به هغوى ته ور رسيږي، اعم له دې چې يو وي که ډېر.
وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ
تفسير:
(٢٢) اوس دمور اوپلار دميراث صورتونه بيان فرمايي:
د اول صورت خلاصه داده چې ( که دميت اولاده زوى يا لور وي نودميت مور اوپلار ته دده له ترکې څخه هريوه ته سُدس يعنې شپږمه برخه ور رسيږي.
فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ
تفسير:
(٢٣) ددوهم صورت خلاصه داده: ( که ميت هېڅ اولاد ونه لري اويواځې مور او پلار يې وارث وي نود هغه مور ته يو ثُلث يعنې دريمه ور رسيږي، يعنې نور پاتې دوه ثلثه دهغه پلار ته ور رسيږي.
فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ
تفسير:
(٢٤) دريم صورت دادى: ( که دميت له يوه څخه پورته وروڼه اوخويندې وې، که سکني وي، که د پلار له لوري يادمور له لوري او اولاد هېڅ ونه لري نوپه دې صورت کې دده مور ته سدس ( شپږمه برخه ) ور رسيږي، يعنې پاتې ټول دهغه پلار ته پاتې کېږي، ورور او خور ته هېڅ نه ور رسيږي، که يو ورور يايوه خور ولري نو مور ته يو ثلث اوپلار ته دوه ثلثه ور رسيږي، لکه چې پاس په دوهم صورت کې ذکر شو.
مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ
تفسير:
(٢٥) يعنې هومره چې د وارثانو برخې ذکر شوې دي، داټولې دميت دوصيت اودهغه دقرض داداکولو څخه وروسته وارثانو ته ورکولى کېږي، اود واراثانو حق فقط په همغومره مال کې کېږي چې د وصيت او قرض دمقدار څخه وروسته پاتې کېږي.
او نصف ( نيمايي ) او ثلث ( دريمه برخه ) اونور له همدې پاتې مال څخه مراد دى، نه له ټول مال څخه.
تنبيه:
دميت مال دې اول دده په ګور اوکفن کې ولګاوه شي! څه چې له هغه څخه پاتې شي ، له هغه څخه دې دده پور ورکړ شي! څه چې دده له قرض څخه پاتې شي له هغه څخه تر يوه ثلثه ( دريمې برخې ) پورې دې دمړي په وصيت کې صرف کړى شي! وروسته له ګور اوکفن اوقرض اوپس له وصيت څخه دمال په ثلث کې؛ په پاتې متروکه کې ټول وارثان سره شريکان دي! اوهغه ترکه پردوى باندې وېشله کېږي.
آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا
تفسير:
(٢٦) په دې آيت کې يې دوه ډوله ميراث بيان کړ: د اولاد ميراث اودمور او پلار، اوس فرمايي: څرنګه چې داخبره تاسې ته معلومه نه ده چې له کوم يوه څخه به تاسې ته نفع اوڅومره نفع دررسيږي؟ نوځکه په دې کې تاسو ته نه ښايي چې څه مداخله وکړئ، هره برخه اوحصه چې الله تعالى(ج) چاته مقرره کړې ده، دهغه رعايت وکړئ! ځکه چې الله تعالى(ج) پر هر شي باندې ښه خبردار اولوى حکمت والا دى.
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - لن تنالوا 4 ؛ سورة - النساء 4 ؛ آيت - 11 ] (4:11)