إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه هغه كسان چې مخالفت كوي له الله نه اوله رسول ددغه ( الله ) څخه خوارهلاك به كړل شي دوى لكه چې خوارهلاك كړى شوى ؤ هغه (كسان) چې پخواله دوى څخه ؤ اوپه تحقيق نازل كړى دى مونږدلائل (دقدرت خپل اوصدق درسول ) روښان اوكافرانومنكرانوته عذاب سپكوونكى رسواكوونكى دى ( په دنياياپه عقباكې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كوم كسان چې له الله او د هغه له پېغمبر نه مخالفت كوي هغوى به پداسې شان ذليل او خوار كړاى شي لكه چې له دوى نه مخكښې خلكْ ذليل او خوار كړاى شويدي ،مونږ روښانه څرګند ايتونه نازل كړيدى ، او دكافرانو لپاره د ذلت عذاب دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې مسلمانانو ته نه ښايي چې د الله جل جلاله له ټاكليو حدودو څخه تجاوز وكړى پاتې شول كافران چې د الله جل جلاله د حدودو څه پروا نه كوى او پخپل فكر او غوښتنه سره حدود ټاكى نو تاسې هغوى پريږدئ چې هغوى لره درد رسوونكى عذاب دى داسې خلك په پخوا زمانو كې هم ذليل او خوار و او اوس هم خواريږي د الله جل جلاله د قدرت د دلائلو له ليدلو او د رڼو او ښكاره ؤ نښو له اوريدلو څخه وروسته بيا پخپلو انكارو باندې كلك پاتې كېدل او د الله جل جلاله د احكامو عزت او احترام نه كول د خپل ځان د ذلت او سپكتيا او بې احترامى او خوارې او په عذاب كې ځان اخته كولو سره مرادف دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - المجادلة 58 ؛ آيت - 5 ] (58:5)