يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا ۚ أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
( يادكړه اى محمده ) هغه ورځ چې ژوندى به پورته كړي الله دوى ټول له قبوروپس خبربه كړي ( الله ) دوى په هغوكاروباندې چې كړى يې دى . شميرلى ساتلي دي هغه ( اعمال ) الله اوهيركړى دي هغوى ( هغه اعمال ) اوالله هرشي باندې ښه شاهده ښه خبرداردى ( نووربه كړي دوى ته جزاء موافقه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په هغه ورځ ( دغه د ذلت عذاب واقع كېدونكى دى ) چې كله الله دوى ټول بيا ژوندي راپاڅوي او دوى ته وښيي چې دوى څه كړي دي. دوى هېركړيدي خو الله د دوى ټول عملونه شمېرلي خوندي ساتلي دي او الله پرهر شي باندې شاهد دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هر هغه كارونه چې دوى كړى وي د هغو له نتيجې سره به مخامخ كيږي د دوى به هيڅ عمل غائب كېدونكى نه وي .
أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
تفسير : يعنې هغوى ته د هغوى د ګرد عمر كارونه او اعمال هيڅ په ياد هم نه دى پاتې شوى يا هغوى ته يې هيڅ توجه نه ده شوې لېكن د الله جل جلاله په نزد هغه ګرد يو په يو محفوظ او ساتلى شوى دى دى به هغه ګرد دفترونه چې په هغه ورځ كې پرانيځى او د هر سړى په مخ كې به يې ږدى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - المجادلة 58 ؛ آيت - 6 ] (58:6)