كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ليكلى دى الله ( په لوح محفوظ كې ) چې خامخابه غلبه برې وكړم هرومروزه اورسولان ځمابيشكه الله ډيرقوي دى ښه غالب دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله ليكلي دي چې زه او زما پېغمبران به ارومروبرلاسي شو په واقع كښې الله برلاسي او زورور دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې له الله جل جلاله او دده له رسول سره مقابله كوونكى ( چې د حق او صداقت په خلاف جنګيږي ) سخت ، ناكام او سپك او ذليل دى پاك الله جل جلاله په لوح محفوظ كې ليكلى دى چې په پاى كې يواځي حق او حقانيت لره برى او غلبه ده او دده پيغمبران به هرومرو مظفر او منصور كيږي دغه تقرير پخوا له دې په څو ــ څو نورو ځايو كې هم تېر شوى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - المجادلة 58 ؛ آيت - 21 ] (58:21)