بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نسبت دپاكۍ كوي الله لره هرهغه شيان چې په آسمانوكې دي او( هرهغه شيان چې ) په ځمكه كې دي ( سره له آسمانواوځمكې ) اوهمغه ( الله ) ښه غالب قوي دى ښه حكمت والادى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دالله تسبيح كړيده هرهغه شي چې په آسمانونو كښې دى او هر هغه شي چې په ځمكه كښې دي او هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
( سورة الصف مدنية وهى اربع عشرة آية فيها ركوعان عدد تلاوتها ۶۱ وعدد نزولها ۱۰۹ نزلت بعد سورة التغابن ) .
( د الصف سورت مدنى دى ۱۴ آيت دوه ركوع لري په تلاوت كې ۶۱ او په نزول كې ۱۰۹ سورت دى وروسته د التغابن له سورته نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - الصف 61 ؛ آيت - 1 ] (61:1)