وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
) بل ( دنيوي نعمت چې ) خوښوۍ غواړۍ تاسې هغه ( نعمت ) نصرت مددكومك حفاظت دى له ( جانبه د) الله اوفتح قريب برى نژدې ده . اوبشارت زيرى وركړه ( اى محمده ) مؤمنانوته ( په دنيوي فتح نصرت اواخروي مغفرة اوجنت )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغه بل شى چې تاسې يې خوښوئ هغه به هم دركړي ، دالله لخوا مرسته او ډير نژدې په برخه كيدونكى برى.اى پيغمبره ، مومنانو ته د دې زيرى وركړه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې اصلى او لوى برى او كاميابى خو هغه ده چې په جنت كې وركاوه شى چې د هغه په مقابل كې د اوو اقليمو او د ټول جهان شهنشاهۍ هيڅ ده خو په دنيا كې هم يو داسې شى تاسې ته دركاوه كيږي چې هغه ستاسې په نزد طبعاً ډيره غوره او محبوب دى او هغه ( نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ) دى ( يعنې د الله جل جلاله له لورى يو ځانته مخصوصه مرسته او امداد او ژر حاصل كېدونكى فتح او ظفر چې له دوى ځينې به هر يو له بل سره هسې تعلق لري لكه خوله او لاس ګردې نړې ( دنيا ) ولېد چې د هجرى د ړومبنيو پيړيو مسلمانان دا وعدى په څه صفائى او ښه والى سره پاى ته ورسولې نن هم كه مسلمانان په حقيقى معنٰى مؤمنان او مجاهدان شى او د جهاد فى سبيل الله په لياره كې ثابت قدم شى نو دا برى او كاميابى د هغوى د پښو ښكلولو ( قدمبوسى ) ته ورسوب او حاضر دى .
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
تفسير : ځكه چې د دوى زېرې او بشارت اورول هم ځانته يو مستقل بخشش او انعام دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - الصف 61 ؛ آيت - 13 ] (61:13)