Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(65:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
يا أيها النبي إذا طلقتم النساء فطلقوهن لعدتهن وأحصوا العدة واتقوا الله ربكم لا تخرجوهن من بيوتهن ولا يخرجن إلا أن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ ۖ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اى نبي ( ووايه امت خپل ته ) كله چې اراده وكړۍ طلاقوۍ تاسوښځې ( خپلې چې مدخول بهاوي اوصغيره، آيسه ،حامله نه وي )نوطلاقوۍ يې په ( وخت د) عدت ددوى كې ( په طهركې چې خالي له جماع وي ) اووشميرۍ وساتۍ تاسوعدت ( دښځوخپلو) اووويريږۍ تاسوله الله چې رب ( پالونكى ) دتاسې( دى ) مه باسۍ ( اى ميړو) دغه ( ښځې خپلې ) له كوروخپلوڅخه ( چې پكې اوسي دوى ترهغه پورې چې يې تيرشي عدت ) . اونه دې وځي دغه ( ښځې هم پخپله له كورونه ترڅوچې عدت ددوى تيرشي ) مګرهلته چې راشي دوى په فاحشه بې حيائى ښكاره سره ( لكه زناء) اودا( احكام ) حدوداندازه كړى شوى دالله دى اوهرهغه چې تيريږي له حدودودالله څخه نوپه تحقيق ظلم يې كړى دى په ځان خپل باندې . نه پوهيږې ( ته اى طلاق كوونكيه ! يانه پوهيږي هيڅ نفس ) . ښايي چې الله پيداكړى وروسته لدې طلاق كوم ښه كاراونوى صورت لكه رجوع له طلاقه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اى پېغمبره ص كله چې تاسې خلك ښځوته طلاق وركوئ نو هغوته دهغو په عدت كښې طلاق وركوئ.او دعدت زمانه سمه وشمېرئ ، او له الله نه ووېرېږئ چې ستاسې رب دى.( دعدت په زمانه كښې ) مه تاسې هغوى د هغو له كورونو څخه باسئ او نه دى هغوى پخپله وځي ، مګر داچې كه هغوى د كومې څرګندې بې حيايۍ مرتكبې شي.او دا دالله ټاكلي حدود دي ، او څوك چې دالله له حدودو څخه تيرى وكړي هغه به پر خپل څان خپله ظلم وكړي ته نه پوهيږې ، ښائي له هغه وروسته الله (د توافق) څه لاره پېداكړي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 ( سورة الطلاق مدنية وهى اثنا عشرة آية وفيها ركوعان عدد تلاوتها ۶۵ وعدد نزولها ۹۹ نزلت بعد سورة البينة ) .
( د الطلاق سورت مدنى دى ۱۲ آية ۲ ركوع لري په تلاوت كې ۶۵ او په نزول كې ۹۹ سورت دى وروسته د البينة له سورته نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
تفسير : اګر كه دلته مخاطب نبى صلی الله عليه وسلم دى مګر په واقع كې ګرد امت يې مخاطب دى يعنې كله چې كوم سړى ( بيا په كوم ضرورت يا د مجبوريت له كبله ) د خپلې ښځې د طلاق وركولو اراده وكړى نو ښايي چې هغه دې په عدت سره طلاق وركړى د ( البقرة ) په سورت كې راغلى دى چې د مطلقى عدت درې حيضه دى ( لكه چې همدا زمونږ د حنفيانو مذهب دى ) نو ځكه له حيض څخه پخوا د طهر په وخت كې ښايي طلاق وركړى شى ترڅو ګرد حيض په شمېر كې راشى فرض يې كړى كه د حيض په وخت كې طلاق وركوي نو هغه حيض چې طلاق پكې وركړى شوى دى له دوو حالو څخه خالى نه دى په عدت كې شمېرلى كيږي ؟ يا نه كه هغه د حيض ورځې په عدت كې شمېرل كيږي نو د طلاق د ايقاع څخه پخوا هومره مدت د حيض چې تېرشوى وي هغه له عدت ځينې لږيږي ؟ او پوره درې حيضه د عدت دپاره پاتې كيږي او كه يې نه وى شمېرلى كله چې پرته له موجوده حيض څخه دى نور درې حيضه ښايي وګورى او دا حيض يې له هغو درې حيضو څخه زيات وي نو ځكه مشروعه طريقه داده چې په طهر كې دې طلاق وركړ شى او له احاديثو څخه هم دا قيد ثابتيږي چې په هغه طهر كې چې كوروالى او صحبت پكې نه وى شوى ښايي مېړه خپلې ښځې ته طلاق وركړى .
وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ و
تفسير : نارينه او ښځې دواړو ته ښايي چې دا خبره په ياد ولرئ چې چيرې د غفلت او سهوى په وسيله له دوى ځينې كومه سهوه او بې احتياطى وشى او څه لاندې باندې يې په منځ كې رانشى او هم ښايي چې طلاق داسې وركړ شى چې د عدت په شمېر كې هيڅ شانى ډيروالى او لږوالى رانشى لكه چې په پاس تفسير كې وويل شو .
وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ
تفسير : يعنې له الله جل جلاله څخه وويريږئ او په شرعيه ؤ احكامو باندې پابندئ ولرئ چې له هغو څخه يو حكم دادى چې د حيض په حالت كې دې طلاق ورنه كړ شى ! او درې طلاق دي يوځاى ورنه كړ شى او مطلقه ښځه دې له كوره د باندې ونه اېستله شى او ددې په شان د الله جل جلاله نورې ښوونې هم په اخلاص سره ومنئ !
وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ
تفسير : يعنې ښځې دې پخپله خوښه هم نه وځى ځكه چې دا سكنى محض حق العبد نه دى چې د هغه په رضا سره ساقطه شى بلكه حق الشرع دى هو ! كه ښځه كومه ښكاره بې حيائى وكړى يا په بدوچارو ځغرد وكوى يا د غلامرتكبه شى يا د ځينو علماؤ په قول ژبه وكړى يا تل په جنګ جنجال او جګړه كې ليګا وي او بې له غمه او خفګانه يې بل كار نه وى نو اېستل يې روا دى كه دا ښځه بې موجبه له كوره ووځي نو دا په خپله ددې د صريحې بې حيائى يو كار دى .
وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ
تفسير : يعنې ګناهګار شوى دى د الله جل جلاله په نزد د سزا موجب وګرځېد .
لَا تَدْرِي
تفسير : د ( لاندې ) ترجمه ( شيخ الهند رحمه الله ) په نه پوهيږى سره چې د غائب مؤنث صيغه ده كړى ده چې ( نفس ته ) راجع شى چې سماعى مؤنث دى او ترې ښكاره شى چې دا خطاب طلاق وركوونكى ته دى نه نبى كريم صلی الله عليه وسلم ته .
لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا
تفسير : يعنې ښايي چې بيا د دواړو په منځ كې روغه او صلحه وشى او په طلاق باندې پښېمان او نادم شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - الطلاق 65 ؛ آيت - 1 ] (65:1)