اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
الله هغه ( ذات) دى چې پيداكړي يې دي اوه آسمانونه او( پيداكړي دي ) له ځمكې هم په مثل ددې ( اوه آسمانواوځمكې) نازليږي امرحكم ( الله ) په منځ ددغو( آسمانواوځمكو) كې . ( پوهوي مو) څوچې وپوهيږۍ تاسې چې بيشكه الله پرهرشي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادردى ( چې ځينې يې دغه جريان داحكام يې دى په ځمكه اوآسمان كې ) او( پوه شئ ! ) بيشكه په تحقيق احاطه فرمايلې رسيدلې دى هرشي ته له جهته دعلمه قدرته .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پېدا كړل او دهمغو په شان له ځمكې نه هم.دهغو په مينځ كښې حكم نازلېږي ، ( داتاسې ته د دې لپاره ويل كېږي ) تر څو چې تاسې وپوهېږئ چې الله پر هر څه قدرت لري ، او دا چې دالله علم په هر شي باندې چاپېر دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې اوه ځمكې يې هم پيداكړى دى لكه چې د ( ترمذى ) او نورو په احاديثو كې راغلى دى په دوى كې احتمال شته چې په سترګو سره وكتل شى او احتمال لرى چې په نظر كې رانشى خو خلك هغه دستورى ( كواكب ) په نامه پيژنى لكه مريخ غوندې چې د هغه په نسبت د اوسنيو پوهانو او حكماؤ داسې ګمان دى چې په هغه كې غرونه او سيندونه ودانۍ او نور ژوندى شيان شته پاتې شوه دا خبره چې په حديث كې ددې ځمكې شتوالى ددې ځمكې لاندې واردشوى دى ښايي هغه د هغو د ځينو حالاتو او اعتباراتو په نسبت وى او په ځينو حالاتو كې كېدى شى چې هغه ځمكې له دې ځمكې څخه پاس ورشى هرڅه د ابن عباس رضي الله عنه هغه اثر چې په كې ( آدمكم كادمكم ) او نور راغلى دى د هغه د شرحى موقع نشته په ( روح المعانى ) كې په دې باندې پوره خبرې شوې دې او د حضرت مولنا محمد قاسم رحمه الله په ځينو رسالو كې د هغه په شاوخوا كې ښې خبرې او څرګندونې شته او د هغه هرلورى ښه ښكاره شوى دى ( كېږې چې له اوه ځمكو څخه ددنيا اوه براعظم مرادوى ( د برهان الدين كشككى ) ) .
مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ
تفسير : يعنې د عالم د انتظام او تدبير لياره د الله جل جلاله تكوينيه او تشريحيه احكام په اسمانو او ځمكه كې راښكته كيږي .
لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا
تفسير : يعنې د آسمان او د ځمكې د پيداكولو او د هغو د انتظامى احكامو له جارى كولو څخه دا مقصود دى چې د الله جل جلاله د علم او د قدرت د صفاتو اظهار وشى دا خبره د ( ابن قيم رحمه الله ) له لورى په ( بدائع الفوائد ) كې څرګنده شوى ده نور صفات په همدې دوو صفتو سره څه نه څه اړه او تعلق لرى د صوفيه و ددې مشهور حديث مضمون چې : ( كنت كنزاً مخفيا فاحببت ان اعرف ) دى اګر كه د محديثنو په نزد صحيح نه دى خو ښايي چې هغه مضمون ددې آيت له مضمون څخه مستفاد شوى وى والله اعلم .
( تمت سورة الطلاق ولله الحمد والمنة ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - الطلاق 65 ؛ آيت - 12 ] (65:12)