قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ ۚ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
په تحقيق مقرركړى دى الله تاسې لره حلالوالى دقسموستاسې(په كفارت سره)اوالله مولى دوست مددګار ستاسې دى اوهمدغه ( الله ) ښه عالم دانادى ښه حكمت والادى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله ستاسې لپاره له خپلو سوګندونو څخه د غاړې خلاصولو لاره جوړه كړيده الله ستاسې مولٰي دى او همغه عليم او حكيم دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه مالك الملك اعلى شانه واعظم برهانه د خپل علم او حكمت له مخې تاسې لره مناسبه احكام او هدآيت درليږلى دي چې يو له هغو څخه دادى كه كوم سړى په يوه نامناسبه شى باندې قسم وخورى نو كفاره دې وركړى او خپل قسم دې حلال كړى ( چې د هغه ذكر د ( المائدة ) په سورت كې راغلى دى ) حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى اوس كه څوك د خپل مال په نسبت داسې ووايي چې دا په ما باندې حرام دى نو يې قسم شى كله چې كفاره يې وركړى بيا به له هغه ځينې ګټه اخيستى شى خواړه وى كه كالى ګاڼه وې كه مينځه ( هذا ما عليه نحن الحنفية )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - التحريم 66 ؛ آيت - 2 ] (66:2)