Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(66:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وضرب الله مثلا للذين آمنوا امرأة فرعون إذ قالت رب ابن لي عندك بيتا في الجنة ونجني من فرعون وعمله ونجني من القوم ال

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوبيان كړى دى الله يومثال لپاره دهغوكسانو چې ايمان يې راوړى دى ښځه دفرعون . كله چې وويل دى اى ربه ځماجوړكړه ماته په نزدخپل يوكورپه جنت كې . اوومې ژغوره خلاصه مې كړه له عذاب دفرعون څخه اوله عملې دده څخه اوومې ژغوره خلاصه مې كړه له قومه ظالمانوڅخه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دموءمنانو په باب الله د فرعون د ښځې مثال وړاندې كوي كله چې هغې دُعا وكړه چې اى زما ربه ! زما لپاره له خپل ځان سره په جنت كښې يوكور جوړ كړه او ما د فرعون او دهغه له عمل نه وژغوره او له ظالم قوم نه ماته نجات راكړه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې حضرت نوح او حضرت لوطu د الله جل جلاله څنګه نېك بندګان و مګر د دواړو په كورو كې د هغوى ښځې منافقانې وې چې په ښكاره ډول به يې له هغو سره تعلقات لرل خو په پټه به له كافرانو سره ملې وې نو بيا څنګه شول ؟ له عامو دوزخيانو سره دوى هم د الله جل جلاله له لورى په دوزخ كې وغورځول شول او د پيغمبرانو د زوجيت تعلقات او اړيكيو يوه ذره هم هغوى ته څه فائده ونه رسوله او نه يې له عذابه وژغورلى پرته له دې څخه د فرعون ښځه ( حضرت بي بي آسيه رضي الله عنها بنت مزاحم ) چې يوه پخه ايمانداره او كامله وليه وه او د هغې مېړه د الله جل جلاله لوى باغى و هغې نېكې ښځې خپل مېړه له عذابه ونه شو ژغورلى او نه د مېړه د شرارت او بغاوت په جرم هغې ښځې ته كوم اخروى رنځ ور ورسېد .
حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( يعنې خپل ايمان درست کړئ چې نه مېړه او نه مو ښځه او نه مو نور ژغورلى شى او دا ( قانون يې په عام ډول ) ګردو ته واوراوه ) داسې دى تو هم ونه كړ شى چې ( معاذالله ) دا يې د حضرت ښځو ته ويلى دى هغوى ته خو يې هغه فرمايلى دى ( چې د النور په سورت كې راغلى دى ) ( وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ ) او كه په فرض محل سره داسې توهم وكړى شى نو د فرعون د ښځې مثل له چا سره ونښلاوه شى ؟ ( لاحول ولاقوة الابالله العلى العظيم ) .
إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ
تفسير : يعنې خپل قرب دې را عنايت كړه او په جنت كې راته يوه ماڼۍ ودانه كړه !
وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
تفسير : يعنې د فرعون له منګلو څخه مې وژغوره ! او د هغه له ظلم او خلل ځينې راته نجات وبښه دوى حضرت موسٰىu روزلى و او د دوى له مرستيانو ځينې و وايي كله چې فرعون ته دا حال ورڅرګند شو نو دى يې په څلورو موږو كې وتاړه او راز ــ راز ربړونه او ايذاوې يې ورورسولى په همدې حال كې د الله جل جلاله له لورى هغه ته د هغه د جنت ځاى وروښوول شو چې د هغه لامله په هغه باندې هغه ګرد ربړونه او سختياوې ورآسانې شوې په پاى كې فرعون هغه سياستاً ووژله او دى د شهادت كنډول په سر واړاوه او د حقيقى مالك الملكوت جل جلاله مخې ته ورسېده په صحيح حديث كې نبى كريم صلی الله عليه وسلم ددې د كامل توب اعلان فرمايلى او حضرت بي بي مريم رضي الله عنها يې د هغه شتوالى ذكر كړى دى په زرهاؤ رحمتونه دې وى د دوى روح باندې .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قد سمع الله 28 ؛ سورة - التحريم 66 ؛ آيت - 11 ] (66:11)