Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
تبارك الذي بيده الملك وهو على كل شيء قدير

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 ډيربركت كوي هغه ( الله) چې په بد( بلاكيف ) دده كې دى ملك سلطنت اوهمدغه ( الله ) پرهرشي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادردى.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ډېر لوي او لوړ دى هغه ذات چې دهغه په لاس كښې د كائناتو سلطنت دى او هغه پر هر شى باندې قادر دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 ( د الملك سورت مكى دى ۳۰ آية دوه ركوع لري په تلاوت كې ۶۷ او په نزول كې ۷۷ سورت دى وروسته د الطور له سورت څخه نازل شوى دى ) .
( سورة الملك مكية وهى ثلثون آية وفيها ركوعان عدد تلاوتها ۶۷ عدد نزولها ۷۷ نزلت بعد سورة الطور ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
تفسير : يعنې ( لوى بركتناك او خورا ثابت دى په دوام هغه الله جل جلاله چې ) ګرد ملك دده دى او يواځي په هر شى كې د هغه واك او اختيار دى او حكم يې په هر څيز او هر ځاى باندې چليږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 1 ] (67:1)