Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:10) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وقالوا لو كنا نسمع أو نعقل ما كنا في أصحاب السعير

وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اووبه وايي ( منكران ) كه چيرې واى مونږچې اوريدلي مو( خبرې دانبياؤ په دنياكې په سماع القبول سره ) ياموعقل لرلى ( په خيراوشرخپل ) نونه به وومونږ( نن) په اهل ملګروددوزخوكې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغوى به ووائي كاشكي مونږ اورېدلى يا پوهېدلى نونن به د دغه تاوءجن اورپه وړكسانو كښې شامل نه وو
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې مونږ په دې نه پوهېدو چې دا وېروونكى به رښتين راووځى كه مونږ په هغه وخت كې د كوم پند وركوونكى خبرې اورېدلى واى او له پوه او سد څخه مو كار اخيستى واى او د معاملې په حقيقت باندې پوهيدلى واى نو نن به ولې د دوزخيانو په ډله كې ګډېدو او تاسې ته به ددې پيغور او طعن وركولو موقع څرنګه په لاس درتله ؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 10 ] (67:10)