Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فاعترفوا بذنبهم فسحقا لأصحاب السعير

فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ فَسُحْقًا لِأَصْحَابِ السَّعِيرِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نواقراريې وكړ( قائل شول ) دوى په ګناه خپلې باندې نو( لرې كړى دى دوى لره الله له رحمته ) لرې والى خاوندانوددوزخ لره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په دې ډول به هغوى په خپلې ګناه باندې پخپله اعتراف وكړي ، د الله له رحمته ليرې والى دى دغو دوزخيانو لره.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې پخپله دوى اقرار وكړى چې بېشكه مونږ مجرمان يو هسې بې ګناه مونږ په دوزخ كې نه يو لويدلى خو ددى ناوخته اقرار او اعتراف ځينې هغوى ته هيڅ يوه ګټه او فائده نه ور رسيږي او هسې ارشاد به كيږي ( فَسُحْقًا لأَصْحَابِ السَّعِيرِ ) ( اوس دې لرې او ورك شى او دفعه دې شى دوزخيان ) دوى لره د رحمت په شاوخوا كې هيڅ د هستوګنې ځاى نه دى پاتې ( بلكه دوى ته لرېوالى دى له مهربانى د الله جل جلاله څخه ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 11 ] (67:11)