Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:13) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وأسروا قولكم أو اجهروا به إنه عليم بذات الصدور

وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ ۖ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوكه پټوۍ تاسې خبره خپله اوكه ښكاره وۍ ( هغه خبره ) بيشكه هغه ( الله ) عليم ښه دانادى په پټوخبرودسينوباندې هم .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كه تاسې پټې خبرې وكړئ او كه په لوړغږ ( دالله لپاره يوشان دى ) هغه خو ان د زړونو په حال باندې پوهېږي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې اګر كه تاسې هغه نه وينئ مګر هغه تاسې وينى او ستاسې په هره پټه او ښكاره خبره كه په خلوت كې وي يا په جلوت كې پوهيږى بلكه پرهغو ټولو شيانو باندې هم خبردار دى چې ستاسې په زړو كې ګرځي لنډه يې دا چې سره له دې چې الله جل جلاله ستاسې له سترګو ځينې پټ او غائب دى خو بيا ستاسې په ټولو پټو او ښكاره ؤ باندې پوه او خبردار دى او هيڅ شى ترې غائب او پټ نه دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 13 ] (67:13)