Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:14) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ألا يعلم من خلق وهو اللطيف الخبير

أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 آيانه پوهيږي ( پټوي اسرارودزړونو) هغه (الله ) چې پيداكړى يې دى ( زړونه بلكې هرشى ورمعلوم دى )اوهمغه ( الله ) دى عليم دانا( په پټواسرارو) ښه خبرداردى ( په ظواهرودموجوداتوهم ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا هغه دې ونه پوهېږي چې هغه پېداكړى دئ ؟ پداسې حال كښې چې هغه باريك بين او باخبره دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ستاسې او ستاسې د افعالو او اقوالو د هر څيز خالق او مختار هم همغه الله جل جلاله دى كله چې خالق او مختار كوم شى پيداكوى نو خامخا په هغه باندې پوه او خبردار او پوره عالم هم وى كه نه پيداكول ناممكن دى او داسې امكان نه لري چې يو شى يې جوړ كړى وى خو پرې ونه پوهيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 14 ] (67:14)