Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(60 (61 (62 (63 (64 (65 (66 (67 (68 (69 (6:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(67:15) (آيت نمبر:سورة نمبر)
هو الذي جعل لكم الأرض ذلولا فامشوا في مناكبها وكلوا من رزقه وإليه النشور

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 دغه ( الله ) همغه ذات دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته ځمكه پسته تابعداره نوځئ ګرځئ تاسې په اوږواطرافولياروددې ځمكې اوخورئ تاسې له ( حلال ) رزق ددغه ( الله ) اوخاص دغه ( الله ) ته بياژوندي راپورته كيدل ستاسودي ( پس له مرګه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه ذات چې ستاسې لپاره يې ځمكه ايل كړېده دهغې پرسينه باندې ګرځئ او د خداى روزي خورئ ، د هماغه حضورته ستاسې په دوهم ځل ژوندى كېدو سره ورتګ دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ځمكه يې ستاسې په مقابل كې داسې نرمه ، پسته ، ذليله ، مسخره او منقاده ګرځولى ده چې هر څه وغواړى په هغې كې تصرف كولى شى او په هغې باندې او د هغې پر غرو باندې ځئ او راځئ او ترې خپل خوراك چښاك او نورضروريات ګټئ مګر دومره په ياد ولرئ هغه څوك خواړه او نورشيان دركوى د همغه په لورى پس له مرګه او بيا ژوندى پاڅېدلو ستاسې بيا ورتګ دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - تبٰرک الذی 29 ؛ سورة - الملك 67 ؛ آيت - 15 ] (67:15)